ټولنه

د استوګنې کورونه او دولتي و دانۍ د سيلاوونو له ګواښ څخه خوندي شوې

کابل باختردچنګاښ دمياشتې٣٠ نيټه :    
په سرپل ولايت کې يوې ټولګټې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپاره شوه.
د سرپل د دريايي حوزې رئيس روح الله شهاب باختر آژانس ته وويل: په دې پروژه کې د سيند د سواحلو ټينګښت او د سرپل ښاروالۍ ته څېرمه د اوبو د يوه بند  جوړول شامل دي چې په يوه کال کې د انرژۍ او اوبو وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د ٢٩ ميليونو افغانيو په لګښت عملي شوې ده .
ده زياته کړه:  ددغې پروژې په جوړولو سره د سرپل ولايت دعامې روغتيا رياست  دتيلو اوګازو دپلټنې رياست او دښاروالۍ ودانۍ، د زاړه ښار سړک او په دويمه ناحيه کې د استوګنې څه ناڅه سل کورونه دسيلاوونو له ګواښ څخه خوندي شوي دي .
خبرځاى زياته کړه: د اوبو هغه بند چې په دې سيمه کې جوړ شوى دى، څه ناڅه  زر جريبه  زراعتي ځمکه خروبوي .
څه موده مخکې هم د سرپل ولايت دمرکز خمر آباد په کلي کې دوه  ټولګټې پروژې   ګټې اخيستنې ته سپارل شوې وې.
پاى ج  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته