کابل- باختر دسلواغي ديرشمه :
دکورنيو چارو وزارت په وړانديز او د افغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي په منظورى، دکورنيو چارو وزارت په مربوطاتو کې دغه ټاکنې شوې دي .
پاسوال تيمور شاه د لوژستيک د لوى رييس په توګه .
_ مل پاسوال الهام الدين وردګ دتاميناتو دمعينيت د مالي لوى رييس په توګه.
_ پاسوال محمدعلي د تاميناتو دمعينيت د لوژستيک رياست دعينياتو دتنظيم دمرکز د رييس په توګه.
_ مل پاسوال محمد يعقوب کمک د٣٠٣ پامير زون دمرستيال په توګه.
_ مل پاسوال احمدرشاد د تاميناتو دمعينيت دلوژستيک دلوى رياست د لوژستيک دمرکز دملاتړيز قوماندان په توګه او د پيژنتون رياست په فعال احتياط کې له دغه بست څخه د سمونوال عبدالقدير دشتي ګوښه توب .
مل پاسوال محمدحسين انديوال د تاميناتو معينيت دلوژستيک د لوى رياست د انتقالاتو لوا د قوماندان په توګه او د پيژنتون رياست په فعال احتياط کې له دغه بست څخه د مل پاسوال عبدالسميع ګوښه توب .
0 1 دقیقه لوستل