ټولنه

د دايکنډي خلک د انتخاباتو له بهير څخه خوښ دي

کابل /دتلې ٦مه /باختر
په دايکنډي کې راى ورکوونکي د راى ورکولو په زياترو مرکزونوکې د انتخاباتو له بهير څخه خوښ دي.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: حسن هغه معلول دى چې په نيلي ښارکې د راى ورکولو په يوه مرکزکې خپله رايه وکاروله؛ له دغه بهير څخه يې خوښي څرګنده کړه او له نورو راى ورکوونکو څخه يې مننه وکړه چې له نوبت پرته دې ته اجازه ورکړه خپله رايه وکاروي.
يوه بله رايه ورکوونکې مېرمن شکران د دغه ولايت له ښځو څخه وغوښتل چې د خپل ملي او اسلامي پور د ادا کولو لپاره د راى ورکولو محلونو ته لاړ شي او د هېواد راتلونکي مشر په خپله وټاکي چې د سولې په بهيرکې هم خپله ونډه ترسره کړي.
ختم-ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته