فرهنګ

د پنجشير ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس کړنې وستايلې شوې

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٦
د پنجشير ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس نن د مشرانو جرګې له خوا وستايل شو.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار نن د پنجشير ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس غلام رسول فرايين د ده د کار په دفترکې وستايله.
ويل کيږي؛ د پنجشير ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ودانۍ او د څلورو کتابتونونو جوړول، د ځوانانو او تنکيو ځوانانو ترمنځ د کتاب لوستلو د فرهنګ رواجول په دغه ولايت کې د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس يو ښه برياليتوب دى .
محمد علم ايزديار د ستاينې د لوحې د ورکولو په وخت کې وويل چې د پنجشير ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس يو فرهنګي شخصيت دى چې په دغې دندې د ټاکنې له وخت څخه تر اوسه پورې يې په بيلابيلو برخو په تيره بيا دپنجشير ولايت دخلکو د اصيل فرهنګ د ودې په برخه کې ارزښتناک کارونه ترسره کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته