سیاست

حامدکرزي دعراق صدراعظم ته دمبارکي پيغام واستاوه .

کابل باختر د وږي  څلورمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي  له خوا  دعراق دصدراعظم  ډاکتر حيدر العبادي په نامه دعراق جمهوريت د صدراعظم په توګه دده دانتخاب په مناسبت  دمبارکي پيغام ليږل  شوى دى
په پيغام کې ويل شوي دي .
  اجازه راکړى  چې دافغانستان دخلکو په استازيتوب  دعراق جمهوريت  دصدراعظم په توګه  دتاسو دانتخاب  په مناسبت  دډيرو ښو  او صميمانه  مبارکيو  مراتب څرګند کړم .
دافغانستان  خلک  په ټولو برخوکې  دعراق جمهوريت له دوستو او ورونو خلکو سره دپراخو اړيکو غوښتنه  کوي . دتاسو  دزياتو برياليتوبونو او دعراق جمهوريت ددوستو او ورونوخلکو دترقي اونيکمرغي  هيله کوم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته