ټولنه

په زابل کې دمالدارۍ له نويو لارو چارو سره دلسګونو مالدارانو بلدتيا

کابل / دتلې ٢٣مه /باختر :
په زابل کې په لسګونو مالدارانو دمالدارۍ نوې لارې چارې زده کړې .
دغه مالداران په يو روزنيز پروګرام کې دکرنې، اوبولګولواو مالدارۍ وزارت دښوونکو له خوا دنسل اخستنې دڅرنګوالي ، له حيواني ناروغيو سره دمبارزې، دڅارويو دچاغولو او دهغو دساتنې لارې چارې زده کړي .
دزابل دکرنې او اوبو لګولو رياست يو خبرځاى باختراژانس ته وويل  چې پر دغو مالدارانو دروزنې تر څنګ  په هرو ٦٦ مالدارانو دمالدارۍ وسايل او له حيواني  ناروغيو سره دمبارزې لپاره  درمل وويشل شول .
مالداران وايي  اوس کولاى شي  په مالدارۍ سره خپل کار ښه کړي .
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته