امنیت

د هېواد په جنوب کې د ۱۳ تنو طالبانو وژل کېدل

قندهار باختر د چنګاښ ۱۱ مه
تېره  شپه د قندهار ولایت  د شاولیکوټ  ولسوالۍ د اندړانو او  شنه نري  په سیمو  کې  ۱۳ تنه  وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې  دغه  وسله وال طالبان د  هغه  دوو موټرو د چاودنې  له امله وژل  شوي دي په  کومو  کې چې چاودیدونکي توکي ځای  پر ځای  شوي وو.
د قندهار د والي  ویاند محمد داوود احمدي د  باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته  وویل ؛وسله والو طالبانو  پلان درلود څو دغو موټرونو ته له ګڼې  ګوڼې  څخه په  ډک ځایونو  کې چاودنه  ورکړي خو مخکې له دې چې هدف ته ورسېږي په موټر کې چاودنه رامنځ ته شوې ده.
سرچینه زیاتوي چې په دغه پېښه  کې د نیک محمد په  نامه  د وسله والو طالبانو  یو قوماندان هم وژل شوی  دی. پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته