ورزش

د هېواد د کرکټ ملي ټيم د پاکستان ټيم ته ماتې ورکړه

کابل/باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۴ مه
د افغانستان د کرکټ ملي ټيم پرون په يوه ٥٠ آوريزه دوستانه لوبه کې د پاکستان د کرکټ ملي ټيم ته ماتې ورکړه .
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: دغه لوبه لومړى د پاکستان ټيم پيل کړه او په ۴۸ آورونوکې د ټولو لوبغاړو په سوځيدو سره ٢٦٣ منډې د افغانستان ټيم ته هدف وټاکه.
د افغانستان د کرکټ ملي ټيم په ٥٠ آورونوکې د شپږو تنو لوبغاړو په سوځيدو سره دغه هدف پوره کړ او د پاکستان پر ټيم بريالى شو.
دا لومړى ځل دى چې د افغانستان ټيم د پاکستان ټيم ته ماته ورکوي.
راتلوونکي لوبه بل سبا نړيوال جام ته د هېواد د کرکټ د ملي ټيم د چمتووالی له تلو مخکې د انګلستان د کرکټ له ملي ټيم سره ده.
پاى سعيده ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته