کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٦
په ښځينه جامو سمبال يوځانمرګى يرغلګر نن په زابل ولايت کې د پوليسو له خوا وپيژندل شو او ووژل شو.
د زابل ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر غلام جيلاني فراهي دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه يرغلګر چې غوښتل يې د ولايتي شورا په يو نوماند بريد وکړي؛ د قلات ښار د بابه ګک په ساحه کې د پوليسو له خوا وپيژندل شو او هدف ته له رسيدو مخکې ووژل شو.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دې پيښه کې يو ملکي وګړى ټپي شوى دى چې روغتيايي حالت يې مخ په ښه والى بلل شوى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ