امنیت

دپوليسو يو افسر پرون په طالبانو دوسلو د پلورنې په تور ونيول شو.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٧
د ارزګان په ولايت کې دپوليسو يو افسر وسله والو طالبانو ته دجنګي وسايلو دپلورنې په تور دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو.
دغه   پوځي چې هويت يې   نه دى افشا  شوى  پرون ماښام کله چې  څلورويشت کلاشينکوفونه  يې دارزګان ولايت ته ليږدول دترينکوټ ښا ر له مربوطاتو څخه ونيول  شو.
تراوسه پورې روښانه نه ده چې دپوليسو دغه افسر په پټه د وسلو په پيردونې او
پلورنې بوخت و او يا دغه جنګي وسايل  په امنيتي ارګانو پورې اړه لري .
دارزګان دپوليسو ويندوى فريد عايل باختر آژانس ته وويل  : 
دغه  افسر تير ماښام له وسلو سره په ترينکوټ  ښارکې نيول شوى دى  .
عايل تائيد کړه چې ددغه افسر دسپرلۍ په  موټر کې څلرويشت کلاشينکوفونه ترلاسه شوي دي.
په همدې حال کې دارزګان يو سيمه ييز مسوول چې ويې نه غوښټل نوم يې واخستل شي  وايي چې دغه افسر جنګي وسايل له  قندهار څخه ارزګان ولايت
ته ليږدولي وو او غوښتل يې دغه وسلې ددغه ولايت نا امنو سيمو ته چې له نورو ولايتونو سره پوله  لرې وليږدوى او په وسله والو طالبانو يې و پلوري.
ده وويل :  موږ له نورو ولايتونو سره د ارزګان په  پوله کې عمليات ترسره کړي دي طالبان په دغو سيمو کې په نسبي کلابندې کې دي او دوسلو له کمښت سره مخامخ دي . دغه افسر غوښتل  چې دغه وسلې دغو سيمو ته وليږدوي او په طالبانو يې وپلوري.
ددغه سيمه ييز مسوول دڅرګندونو له مخې :  دغه افسر يو ځل  بل  هم  د وسلو دقاچاقو په تور نيول شوى و خو دکافي سندونو دنشتوالي له امله ترڅيړنې لاندي ونه نيول شو .
په همدې حال کې د ارزګان دپوليسو ويندوى  فريد عايل وايي ،   په تيرو دولسو کلونو کې په دغه ولايت کې دجنګي وسايلو دپلورنې دقاچاقو په تور دپوځي نيول کيدل سارى نه لري.
په همدې حال کې مسوولين وايي ددغو جنګي وسايلو دڅرنګوالي او دا چې په  چا
وپلورل شي تحقيقات پيل شوى دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته