امنیت

لس تنه وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول.

کابلباخترد سرطان ٥
شپږ تنه وسله وال طالبان نن په غزني ولايت کې ووژل شول اودوه تنه نور يې ټپيان شول .
د٢٠٣ تندر قول اردو ددريمې لوا يو تن مسول قنداقا صميم باخترا ژانس ته وويل دهغې جګړې له امله چې دوسله والو طالبانو اود ملي اردو دځواکونو ترمنځ داندړو او قره باغ د ولسواليو ترمنځ پوله کې د ملانوح بابا په سيمه کې ونښته شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول چې دڅلورو تنو مړي يې چې پاکستاني اتباع دي دجګړې په ډګر کې پا تې دي .
دصميم دڅرګندونو له مخې، دغزني ولايت په اجرستان ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو سره د ملي اردو دځواکونو په يوه بله نښته کې څلورتنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دده دڅرګندونو له مخې، په دغوپيښو کې د طالبانويوه اندا زه جنګي وسايل هم دافغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
په دغو نښتو کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى..

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته