سیاست

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير په جده کې د اسلامي هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په يوڅلويښتمه غونډه کې ګډون کوي

کابل باختردوري دمياشتې ٣٠
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير په کابل کې د سعودي عربستان د شاهي هيواد له سفيرسره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکو د ژورتيا، د افغانستان د بيا جوړولو لپاره د سعودي عربستان د شاهي هيواد د همکاريو  د افغانستان د دولت د سوله ييزو هڅو اوپه سعودي عربستان کې افغان کارګرانو ته دکار د ممانعت دلرې کولو په باره کې خبرې وکړې.
د بهرنيو چارو وزارت  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
دکتنې په پيل کې د بهرنيو چارو وزيرضراراحمدعثماني د سعودي عربستان د سلطنت د وليعهد د ولي په توګه د شهزاده مقرن بن عبدالعزيز آل سعود د ټاکل کيدوله امله ده ته مبارکي وويله اوڅرګنده يې کړه چې د سعودي عربستان شاهي هيواد د دوست او ورور هيواد او د اسلامي نړۍ د مرکز په توګه د افغانستان دولت او خلکو ته ځانګړى ځاى لري او افغانستان له دغه هېوادسره خپلو دوستانه اړيکو ته زيات ارزښت ورکوي .
سعودي عربستان په اسلامي نړۍ کې په خپل خاص ځاى سره کولاى شي  د افغانستان د اسلامي جمهوريت د دولت له سوله ييزو هڅوسره په ملاتړکې  اغيزمن رول ولوبوي.
د بهرنيو چارو وزير دغه راز هيله وکړه چې په سعودي عربستان کې د افغان کارګرانو په وړاندې دکارخنډونه لرې شي .
په مقابل کې په کابل کې د سعودي عربستان د شاهي هيوادسفيرمسفر عبدالرحمن الغاصب د دواړو اسلامي هيوادونوترمنځ د ورورګلويزو اړيکوپه ارزښت باندې ټينګار وکړ او زياته يې کړه: سعودي عربستان هم افغانستان خپل ښه دوست بولي اوپه بېلابېلو برخوکې له دغه هيواد سره د همکاريو له امله  اوږدمهاله ژمنه لري.
په کابل کې د سعودي عربستان سفير ژمنه وکړه چې هېواد به يې په افغانستان کې  د سولې او ثبات دټينګښت په لاره کې همکاري ونه سمپوي .
ده دغه راز څرګنده کړه چې په کابل کې د دغه هيواد سفارت هڅه او هاندکوي چې په سعودي عربستان کې افغان کارګرانو ته د کار د خنډونو د لرې کولو لپاره يوه طرحه برابره کړي او ددغه هيوادله مقاماتوسره يې شريکه کړي.
د دغې کتنې په پاى کې د اسلامي هيوادونو د کنفرانس د سازمان د بهرنيو چارو  د وزيرانو په يوڅلويښتمه غونډه کې دګډون بلن ليک چې د ٢٠١٤ ميلادي کال دجون د مياشتې په اتلسمه او نولسمه نيټه د جدې په ښارکې جوړيږي؛ د سعودي عربستان د بهرنيو چارو د وزير شهزاده سعود الفيصل له خوا د بهرنيو چارو وزير ته وړاندې کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته