فرهنګ

ډاکتر کمال سادات له ځوانانو څخه وغوښتل چې موټر چلوونکو اوخلکو ته ترافيکي قوانين تفهيم کړي .

کابل باختر  دوږي  څوارلسمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين دترافيکي پيښو په کمښت کې دځوانانو په رول باندې ټينګار وکړ .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې:  ډاکتر کمال سادات چې نن يې دحکومت درسنيو په مرکز کې دترافيکو رياست او دمدني ټولنې له استازو سره په ګډه خبري غونډه کې دترافيکي پيښو او ددغو پيښو دمخنيوي دلارو چارو په باب خبرې کولې وويل: وروستۍ پيښې ښيي چې په  هېواد کې دترافيکي قوانينو اومقرراتو نه رعايتول دزړه بوږ نوونکو پيښو او زموږ دګڼ شمير هېوادوالو دمرګ ژوبلې سبب کيږي .
ډاکتر سادات  څرګنده کړه :هغه پيښه چې نن دکابل قندهار په لويه لاره کې رامنځته شوه اوزموږ دڅلور ديرشو تنو هېوادوالو دمړينې سبب شوه دليل يې  دموټر چلوونکي بې احتياطي  او دترافيکي قوانينو اومقرراتو نه رعاتيول دي .
  دځوانانو دچارو معين وويل چې ځوانان په ترافيکي قوانينواو مقرراتوپه پوهيدو سره کولاى شي خلک اوموټر چلوونکي په هغو خبر کړي او د زړه بوږنوونکو ترافيکي پيښو مخه ونيسي .
  په دې غونډه کې دترافيکو رياست  استازي  وويل:لکه څنګه چې دهېواد ځوانانو په بېلابېلو برخو کې وړتيا ښودلې ده هيله کيږي  د مدني ټولنې په همکارۍ  دترافيکي پيښو دمخنيوي لپاره رغنده او ارزښتناک رول ولوبوي .
  په دې خبري غونډه کې دغه راز دمدني ټولنې  استازي سميع حقجو خلکو په تيره بيا   دموټر چلوونکو دپوهاوي په کار کې له ترافيکو او دهېواد له ځوانانو سره دمدني ټولنې دبنسټونو دهمکارۍ ژمنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته