کابل باختر د مرغومي ديارلسمه :
په پکتيکا ولايت کې دوسله والو طالبانو دجنګي وسايلو يوه ډيپو ترلاسه شوه .
پوليس وايي چې دغه ډيپو دوازى خوا ولسوالۍ دمرغوزاره په نامه کلې کې ترلاسه شوې ده .
په دغې ډيپو کې په لسګونو سپک او درانده جنګي وسايل او مهمات ترلاسه شوي دي .
دپکتيکا ولايت يوه امنيتي مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل : طالبانو غوښتل چې ددغې ډيپو له جنګي وسايلو څخه په خپلو تروريستي بريدونو کې کار واخلي .
ددغو جنګي وسايلو دساتنې په اړوند څوک نه دي نيول شوي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ