سیاست

دقزاقستان دبهرنيو چارو وزير دافغانستان لپاره ددغه هېواد تحصيلي بورسونو دزياتوالي ډاډ ورکړ

کابل باختردتلې د مياشتې  ٣  :
دافغانستان دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني پرون له غرمې وروسته دملګروملتودسازمان دعمومي اسامبلې د ٧١ يمې غوڼدې ترڅنګ دقزاقستان جمهوريت دبهرنيو چارو له  وزير ارلان ادريسوف سره په نيويارک کې وکتل.
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دافغانستان دبهرنيو چارو وزير دقزاقستان دګټورو همکاريو په تيره بيا افغان  ځوانانو ته دتحصيلي بورسونو دورکولو له امله مننه وکړه او  دشانګهاى دهمکاريوپه سازمان کې يې دافغانستان له بشپړ غړيتوب  سره ددغه  هېواد دملاتړ غوښتنه وکړه.
دهېواد دبهرنيو چارو وزير دغه راز  دافغانستان دسياسي او امنيتي حالاتو ، د حکومت دسولې دهڅو اوپه دې برخه کې دپرمختګونو او دافغانستان په باب دبروکسل کنفرانس د جوړولو لپاره دتياري په باب خبرې وکړې  او په لوړه کچه په دې کنفرانس کې  دقزاقستان دهيئت دګډون غوښتنه وکړه.
وروسته دقزاقستان دبهرنيو چارو وزير دبشردوستانه مرستو او دتحصيلي بورسونو د زياتوالي له لارې   له افغانستان سره ددغه هېواد دهمکاريو ددوام  ډاډ ورکړ او څرګنده يې کړه چې قزاقستان په  افغانستان کې په بشري ظرفيتونو په تيره بيا په ځوانانو په پانګونې ژمن دى .
ده  په دې باندې په ټينګار سره چې قزاقستان به تل  دافغانستان ترڅنګ ولاړ وي  ، په بروکسل کنفرانس کې  دخپل ګډون ډاډ ورکړ.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته