سیاست

په خبر تفسير: د پاکستان صدراعظم له افغانستان او هند سره دوستانه اړيکې غوره بولي!؟

کابل  باختر دکب دمياشتې ١٦ :
په افغانستان کې د نوي حکومت په جوړيدو سره په هېوادکې د سولې او ټيکاو د اعاده کيدو لپاره هڅو زور واخيست او دولت هلې ځلې کوي چې د اغيزمنو  هېوادونو  د امکاناتو په ګډون  له هر امکان څخه استفاده وکړي. له بلې خوا د سولې او له جګړې څخه د لرې والي منطق اوس په سيمه کې خپل ځاى پيدا کړى دى.
لکه څنګه چې د پاکستان سياسي هلې ځلې د دې څرګندوى دي چې اسلام آباد غواړي له تروريزم سره په مبارزه او په سيمه ييزوهمکاريوکې په ګډوهلوځلو سره   له افغانستان او هند سره همکار و اوسي.
په داسې حال کې چې پاکستان پخوا د افغانستان او د خپل ختيځ ګاونډي هندپه نسبت د سيالۍ نظر درلود.
د پاکستان صدراعظم په خپلو نويو خبروکې ويلي دي چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت له جمهور رييس محمداشرف غني سره صميمانه اړيکې  لري او هېواد يې د سيمې د امنيتي حالاتو دښه والي غوښتنه کوي .
دپاکستان صدراعظم نوازشريف سعودي عربستان ته په خپل سفرکې دافغانستان او هند په ګډون له خپلو ګاونډيانو سره د پاکستان اړيکو ته په اشارې سره ويلي دي  چې له افغانستان سره ښې اړيکې لرو او هم له هندسره دخپلو اړيکو دپراختيا ليوال  يو.
دپاکستان دصدراعظم دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې ددغه هېواد  لوى درستيز راحيل شريف په هغو کتنوکې چې د افغانستان د مشرتابه له مقاماتو سره يې کړې دي؛ دغه اړيکې مثبتې بللې دي.
ده د افغانستان اوپاکستان دښمن ګډ وباله او ويې ويل چې دتروريزم پرخلاف به   خپلې مبارزې ته دوام ورکړي .
له بلې خوا هم دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوري رياست په يوه اعلاميه کې ويلي و چې په دې وروستيو وختو کې دګډو ستونزو او ژمنو د درک کولو له  مخې  دافغانستان اوپاکستان مشران  دې نتيجې ته رسيدلي دي چې خپلې ګډې همکارۍ پيل کړي.
په همدې حال کې دپاکستان صدراعظم اودعالمانو شورا رييس هم  دافغانستان دسولې دخبرو دبهيرله امله خوشبيني څرګنده کړې ده.
دپاکستان صدراعظم په اسلام آباد کې دافغانستان له سفير سره په کتنه کې ويلي دي چې د دواړوهېوادونو ترمنځ اړيکو په افغانستان کې دنوي حکومت له رامنځته کيدو وروسته پراختيا موندلې ده او مخ په ښه والي دي او دافغانستان اوپاکستان دپوځيانو ترمنځ دامنيتي همکاريو زياتوالى يې له ډار اچوونکوسره دمبارزې لپاره مهم بللى دى .
ده هيله څرګنده کړې ده چې دسولې دخبرو بهير په ګړنديتوب سره پرمخ لاړ شي  اوپه ډيرلنډممکن وخت کې به ښې نتيجې ورکړي .
خو د چارو يوشميرکارپوهان د افغانستان اوپاکستان ترمنځ داړيکو په ښه والي کې د پاکستان دځينو مقاماتو خوشبينۍ ته دشک په سترګه  ګوري او وايي: که چيرې پاکستاني مقامات هلې ځلي کوي چې له افغانستان سره ښې، دوستانه او صادقانه اړيکې ولري، د افغان مهاجرينو د مسئلې ته دې چې د دغه هېواد په خاوره کې شپې سبا کوي؛ جدي پاملرنه وکړي .
دوى وايي چې هره ورځ په سلګونو تنه افغان  مهاجرين دپاکستان په خاوره کې د دغه هېواد دملکي او نظامي مسوولينو د کړنو له امله سر ټکوي او له هغوى سره ناوړه چلند کيږي .
که چيرې پاکستان په رښتني توګه ځان د افغانانو  دوست بولي؛ په خپلو خبرو او کړنوکې دې صادق  و اوسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته