تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د کرونا خطرناکه څپه او یوه جدي اندېښنه

کابل / د غبرګولي ۸ مه / باختر
د کرونا درېمې څپې سخته خوله لګولې ده او پرون د کرونا نیولیو شمېر تر ټولو لوړ برید ته ورسېد. د مړینې پېښې هم زیاتې شوې دي. د کرونا درېمه څپه خورا خطرناکه ده.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
د عامې روغتیا وزارت سرپرست بېګا ماښام په خپل فېسبوک کې په خورا تنده لهجه هېوادوالو ته د خبرداري یو پيغام خپور کړ او ناوخته عامې روغتیا وزارت یوه اعلامیه خپره کړه او سر له ننه یې د کابل په ګډون په ۱۶ ولایتونو کې د دوو اوونیو لپاره د دولتي او خصوصي ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو خبر ورکړ.
نن د عامې روغتیا او پوهنې وزارتونو سرپرستانو او د لوړو زده کړو وزیر په یوه خبري غونډه کې په دې اړه خبرې وکړې. د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل پرځای پرېکړه ده. د ماشومانو او ځوانانو روغتیا او ژوند تر هرڅه مهم دی.
خو کله چې د کرونا درېمې څپې پر وړاندې د مبارزې خبره مطرح کېږي؛ نو دلته یوازې ښوونځي او پوهنتونونه مطرح نه دي؛ بلکې د عامه تګ راتګ او همدارنګه د خلکو د ټولېدا نور عامه ځایونه هم مطرح دي، لکه بازارونه، عامه ترانسپورت، هوټلونه، د ودونو سالونونه، رستورانتونه، روغتونونه او نور. همدارنګه دولتي ادارې هم مطرح دي. کابېنې لا پخوا پرېکړه کړې وه چې باید ټول کارکوونکي ماسکونه وکاروي، له بده مرغه دا سپارښتنه نه ده عملي شوې او ګڼ کارکوونکي ماسکونه نه کاروي. په بازارونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه زښته ډېره ده او هېڅوک د کرونا خیال او پروا نه ساتي. داسې خلک هم شته چې اوس هم کرونا جدي ګواښ نه ګڼي.
اصلي پوښتنه دا ده که افغانستان له داسې بحران سره مخ شي، لکه هند چې ورسره مخ شو؛ نو آیا موږ هغه راز ناورین ته چمتووالی لرو؟ که څه هم د عامې روغتیا وزارت وایي چې هر ډول حالت ته تیاری لري؛ خو د افغانستان د روغتیایي نظام وضعیت، د روغتونونو حالت او نورو ګڼو مسایلو ته په کتو، موږ له کنتروله وتلي حالت ته تیاری نه لرو. که وضعیت هغې خوا ته لاړ شي؛ نو دا به یوه ستره غمیزه رامنځ ته کړي.
څه باید وکړو؟ موږ دوه لارې لرو: یوه دا ده چې همغه له کنتروله وتلي حالت ته ځو او په لوی لاس هېواد او ولس له غمیزې سره مخ کوو؛ بله لاره دا ده چې موږ احتیاطي تدابیر په کلکه رعایتوو او د کرونا د درېمې څپې مخه نیسو.
کومه لاره باید غوره کړو؟ ځواب روښانه دی: لومړۍ لاره د ناورین او غمېزې ده او دویمه لاره د ژغورنې. موږ باید دویمه لاره غوره کړو. موږ باید د ځان، کورنۍ، خپلوانو او د ټول ملت روغتیا ته ارزښت ورکړو، روغتیایي سپارښتنې په کلکه رعایت کړو، نور هم وهڅوو چې دا سپارښتنې رعایت کړي. دغه راز حکومت باید د بازارونو په اړه هم یوه معقوله پرېکړه وکړي.
تر یو بریده د محدودیتونو لګولو ته اړتیا ده. د ودونو سالونونو فعالیت باید تر هغو چې د کرونا ګواښ له منځه تللی نه وي، بند کړای شي. دولتي ادارې دې هم د کار د نوي رژیم په اړه پرېکړه وکړي. موږ په ټولو برخو کې جدي تدابیرو ته اړتیا لرو. د کرونا درېمه څپه ډېره خطرناکه او خورا چټکه ده او هېڅ بې غوري او ځنډ نه مني. کوچنۍ بې غوري او لږ ځنډ کولای شي نه جبرانېدونکي پایلې ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته