امنیت

په بلخ کې د اردو دسلګونو تنو سرتيرو روزنيزه دوره پاى ته ورسيده

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ٢٣ :
دملي اردو په سلګونو تنو سرتيري  په بلخ و لايت کې دپوځي زده کړو   له روزنيزې دورې څخه فارغ شول.
دغو سرتيرو  دلوړې په مراسمو کې وويل  چې له  افغانستان خاوري    او دافغانستان له خلکو څخه دډاراچوونکو او هر رازبهرني تيري په وړاندې دفاع وکړي.
دشاهين قول اردو  دتعليمي مرکز قوماندان فيض الله شيرزاد باخترآژانس ته وويل چې په دې  دوره  کې  ٦٢٨ تنه سرتيري فارغ شوي دي .
ده وويل ؛  دغه سرتيري  دتجربه لرونکو  کورنيو استادانو له خوا دپنځو اوونيو  په بهيرکې پوځي مهارتونه زده کړي ديه.
ويل کيږي  دغه سرتيري  دهېواد په  ګوټ ګوټ کې   پوځي قطعاتو ته استول کيږي.
د وړاندې شويو شميرنوله مخې دشاهين قول اردو دتعليمي مرکز دفعاليت له پيل وڅخه تراوسه پورې  دملي اردو نهه ديرش  کنډکونه  له دغه پوځي مرکز څخه فارغ شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته