نړۍ

په کويټه کې د بم چاودنه

کابل باختر دزمري د مياشتې ٢٢ :
په کويټې ښارکې نن په يوه واټ کې د بم د چاودنې له امله ديارلس تنه پاکستانيان ټپيان شول.
دغه پيښه نن رامنځته شوه او د پاکستاني ځواکونو په موټر باندې بريد وشو.
د بلوچستان ايالت د کورنيو چارو وزير سرفراز بوګتي وويل چې دغه بم د يوه  قاضي په ساتوونکو بريد و چې له امله يې دغه قاضي ته زيان نه دى اوښتى.
د بوګتي د څرګندونوله مخې؛ دغه بم له دريوڅخه تر څلورو کيلوګرامو پورې  وزن درلود او د ريموټ په واسطه کنتروليده.
د ژغورنې د ډلې يو کارکوونکى عبدالرحمن وايي: د دغې پيښې ددوو تنو ټپيانو   روغتيايي حالت خراب دى.
مخکې له دې د پاکستان دکويټې ښار په يوه ملکي روغتون کې د خونړۍ  چاودنې له امله ٧٤ تنه وژل شوي وو.
د داعش ډلې په کويټه کې د دوشنبې د ورځې د بريد مسووليت په غاړه اخيستى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته