امنیت

دوسله والو طالبانو دوه تنه مقامات په پروان ولايت کې دبې پيلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شول

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٠
امنيتي مسوولين په پروان ولايت کې دبې پيلوټه الوتکې په بريد کې دځينو وسله والو مخالفينو دوژل کيدو خبر ورکړ.
دپروان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان مموزي دباختر آژانس خبريال ته وويل : په دې هوايي بريد کې چې دملي اردو دکوماندو دځمکنيو ځواکونو په همکارۍ تيره شپه ترسره شو دسهراب او سالم په نومونو دوسله والو طالبانو د ډلې دوه تنه قوماندانان ووژل شول.
مموزي زياته کړه : په دغو عملياتو کې يو شمېر وسله والو طالبانو ته دسرزيان آوښتى دى چې د دقيق شمير په باب يې معلومات نه دي ترلاسه شوي .
ديوبل خبرله مخې :د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا دشيخ علي ولسوالۍ لپاره نومول شوي ولسوال په پروان کې ټپي شو.
دپروان ولايت دامنيه قوماندان پاسوال محمدزمان مموزي دڅرګندونو له مخې : دغه نومول شوى ولسوال تيره شپه د پروان ولايت دشيخ علي ولسوالۍ په مربوطاتو  کې د خپل منځي اختلافونو له امله دمخالف لوري له خوا ټپي او ساتوونکى يې ووژل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته