کابل باختر دوږي دمياشتې ٧ :
دهرات ولايت دولسواليو دجام دفوټبال سياليو پرون په اتو لوبو سره دوام وموند.
دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا دباخترآژانس خبريال ته وويل : په دغو لوبو کې دغوريانو دالف ، زنده جان ، دشينډنډ دالف ، دغوريانو دبي ، داسلام قلعه دالف او دانجيل ټيمونه په خپلو سيالانو بريالي شول.
دغه راز د شکيبان او کهسان ټيمونو لوبه په دوو دوو ګولونو سره برابره او دکهسان بي او درباط سنګي تيمونو له ګول پرته برابره پاى ته ورسوله.
دهرات دولسواليو دجام دفوټبال سيالۍ د يوويشتو ټيمونو ترمنځ له يوې اوونۍ را په دې خوا په هرات کې پيل شوي دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ