کابل باختر د غبرګولي لومړى :
د هرات والي د ښار او کورجوړولو له وزير سره په کتنه کې د ښاري پراختيايي طرحو د بشپړولو په لاره کې د دغه وزارت د جديت غوښتنه وکړه .
د ښار او کورجوړولو وزير سيد سعادت منصور نادري د هرات له والي محمد آصف رحيمي سره په کتنه کې دهرات د ښاري ماستر پلان دبشپړولو په خاطر ددغه وزارت دجديت يادونه وکړه .
د هرات والي په هرات کې د دغه وزارت د هلوځلو له امله په قدردانۍ سره د سيد کمال الدين بهزاد د ښارګوټي، د هرات د جامع جومات ، د هرات په ماستر پلان د بيا کتنې او د دغه ولايت د اداري کمپلکس د جوړولو د کار د څرنګوالې په باب خبرې وکړې .
د ښار اوکورجوړولو وزير وويل چې ددغه وزارت کاري ټيم په عملي توګه دهرات ښار د ماستر پلان په باب کار کوي او ډير ژر به دغه ماستر پلان بشپړ شي .
ده دغه راز د استاد کمال الدين بهزاد ښارګوټي په باب وويل چې ددغه ښارګوټي بشپړه طرحه اوس د ښاري پراختيا عالي شورا ته وړاندې کيږي او د شورا له منظورۍ وروسته به د هغه عملي کار پيل شي .
د ښار او کورجوړولو وزير زياته کړه چې د جامع جومات د جوړولو کار تر اوسه پورې په جدي او اغيزمن ډول پرمخ تللى او په تدارکاتي پړاو کې دى .
ده دغه راز د وزارت د اداري کمپلکس د جوړولو د پروګرام په چوکاټ کې د دغه ولايت د اداري کمپلکس د جوړولو د پلان د شاملولو خبر ورکړ .
ختم_ ج – اکرم
0 1 دقیقه لوستل