ټولنه

په ننګرهارکې دنيالګيودايښودلو پروګرام پيل شواودريومليونونيالګيو دايښودلو احتمال .

کابل باختر دسلواغي شپاړسمه
په ننګرهار ولايت کې دنيالګيو دايښودلو پروګرام نن پيل شو .
ټاکل شوې ده  چې ددغه پروګرام په بهير کې او دپسرلي درارسيدو په درشل کې دننګرهار ولايت  په ګوټ ګوټ کې څه ناڅه درې مليونه  ميوه لرونکي او ډولي نيالګي کيښودل شي .
  دننګرهار ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال نن  په اډې فارم کې ديو نيالګي په ايښودلو سره په دغه ولايت کې دنيالګيو دايښودلو پروګرام په رسمي  ډول پيل کړ .
ګرديوال  باختر اژانس ته وويل چې په ننګرهار کې دسلګونو زرو نيالګيو په ايښودلو سره به هلې ځلې وشي چې هم ددغه ولايت دبيلابيلو سيمو ښکلا زياته شي اوهم دهوا دککړتيا کچه ټيټه شي .
  دننګرهار دوالي مرستيال له خلکو څخه وغوښتل چې دڅه ناڅه يوه نيالګي په ايښودلو سره دخپلو سيمو په سمسورتيا او ښکلا کې ونډه واخلي .
دننګرهار ولايت دکرنې او اوبو لګولو رييس انجنير محمد حسين صافي وايي چې داځل به هر نيالګۍ دناڅيزو پيسو په بدل کې دننګرهاريانو په واک کې ورکړي شي .
دننګرهار ولايت دکرنې او اوبو لګولو درييس په باور خلک به دناڅيزو  پيسو په ورکولو سره دنيالګي په قدر زيات پوه  شي او دهغه په ساتنه او وده کې به هڅه او هاند وکړي .
ده وويل دهر نيالګي بيه به دبازار له بيې څخه څو برابره کمه وي .
خو په دولتي تاسيساتوکې به نيالګي په وړيا ډول وويشل شي .
هيله کيږي چې ددغه پروګرام په بهير کې درې مليونه ميوه لرونکي ، بې ميوې او ډولي نيالګي دپارکونو ، څلور لارو ، واټونو ، ښوونځيو ، ديني مدرسو، دولتي مرکزونو او دروغتيايي مرکزونو په ګډون  دننګرهار ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليو کې کيښودل شي .
داپه داسې حال کې  ده چې تيرکال هم په زرګونو نيالګي دنه پاملرنې او نه ساتنې  له امله  بيا وچ شول .
په همدې حال کې دننګرهار ولايت دکرنې او اوبو لګولو درياست او دجلال اباد دښاروالۍ  مقامات وايي چې دوى به هم دخلکو تر څنګ ددغو نيالګيو دساتنې او ودې په لاره کې هڅه او هاند وکړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته