سیاست

اجرائیه رئیس د درژینسکي د کره نیزو تولیداتو کوپراتیف وکوت

کابل باختر دزمري  اووه ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د بیلاروس په پلازمېنه منسک کي د درژینسکي د کره نیزو تولیداتو کوپراتیف وکوت.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
هغه ددغې کتنې په بهير کي د کرنيزوتولیداتو ترڅنګ د منسک د غنمو کروندې له نږدې وکتلې او د پرمختللي کرنيزماشينونه،وسايل اووسايط هم وکتل.
اجرائیه رئیس او ورسره پلاوي ته د بیلاروس جمهوریت د کرنې وزیر لیونید زایتیس او د کوپراتیفونو عمومي رئیس ولادیمیر لوکیانوف د دغه کوپراتیف او کرنيزو میکانیزمونو په اړه معلومات ورکړل.
د کرنې وزیر وویل، چي هیواد يې دکرنې په برخه کې ډیر پرمختګ کړی او تياري لري، چي له افغانستان سره په دې برخه کي شراکت او همکاري وکړي.
هغه زیاته کړه، چي افغانستان ته د کرنيزې تکنالوژۍ او ظرفیت لېږد یو له هغو برخو څخه دی، چي بیلاروس پکې رغنده رول لوبولای سي او لازم چمتووالی لري.
د هیواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د کرنیزو تولیداتو د کوپراتیف او د غنمو کروندو تر لیدني وروسته د کرکيلې په میکانیزه او مډرن کولو کي د بیلاروس هیواد پرمختګ او فعالیت وستایه.
ده وویل، چي بیلاروس په دې برخه کې ډېر ظرفیت او افغانستان ډېر ضرورت لري، چي دا دواړه حالته د دوو هیوادونو ترمنځ د کرنیزو همکاریو د ایجاد اړتیا خورا پیاوړې کوي.
هغه زیاته کړه، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ګډ اقتصادی-سوداګریز کمېسون د کار او همداراز د وزارتونو ترمنځ‌د مستقلو اړیکو په نتیجه کي‌باید د افغانستان – بیلاروس کرنیزې همکارۍ پیل شي.ختم- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته