امنیت

تبصره

کابل- باختر دمرغومي ديرشمه:
  د روان کال د مرغومي د مياشتې په اووه ويشتمه نيټه کې د چهارشنبې په ورځ د تروريستي بريد د عاملانو په وړاندې د امنيتي ځواکونو غبرګون، د دې څرګندوي دي چې افغان امنيتي ځواکونه په هيوادکې د امنيت او ثبات د ګډوډونکو په وړاندې د چټک عمل قدرت لري اوکولى شي هره توطيه او دسيسه په لنډ وخت کې  شنډه کړي .
د باختر اژانس مبصرليکي: دمرغومي دمياشتې په اووه ويشتمه نيټه دچهارشنبې  د ورځې په غرمه يوې ډلې وسله والو کسانو وغوښتل چې په ډله ييزه توګه په کابل ښار کې يوې حساسې امنيتي ودانۍ ته ننوځي؛ دوى د يوې زړې  سناريو په طرحه کولو سره لومړۍ د دغې ودانۍ د دروازې په وړاندې په چاوديدونکوتوکو بار موټر په چولو سره هلې ځلې وکړي چې ودانۍ ته ننوځي او په ډله ييز بريد لاس پورې کړي؛ خو دغې پنځه کسيزې ډلې يواځې د دې مجال پيداکړ چې دڅو دقيقو لپاره  له امنيتي ځواکونوسره وجنگيږي. په پاى کې ټول يې ووژل شول او يوې مهمې ودانۍ ته د ننوتو خوب يې په هميشني خوب بدل شو .
  د تيرې چهارشنبې د ورځې پيښه چې د يو ډله ييز بريد په ترسره کولو سره طرحه شوې وه، په هيواد کې لومړۍ پيښه نه ده .
تروريستانو په تېرو وختوکې په کابل او د هيواد په ځينو نورو سيموکې ډله ييز بريدونه ترسره کړي دي او زموږ د يو زيات شمېر هيوادوالو د مرګ ژوبلې سبب شوې دي، خو د وروستي پيښې د عاملانو په وړاندې د امنيتي ځواکونو غبرګون کيداى شي د غور وړ وي .
  دوى وکولى شول د پيښې په لومړيو شيبو کې د يرغلګروتحرک کم کړې او له يوې لنډې نښتې وروسته، پنځه واړه يرغلګر وځپي او د دې مجال ورته ورنه کړي چې هغوى يوې ودانۍ ته ننوځي او په يرغمل نيونې لاس پورې کړي، وسله والومقاومت وکړې او په پاى کې يو شمېر کسان ووژني او په ځان پورې اړوندو جريانونوته سياسي او پوځي هويت ورکړي او د سياسي ګټې اخستنې او امتياز غوښتنو لپاره زمينه  مساعده کړي .
  وروستى پيښې ته د امنيتي منسوبينو ځواب تروريستي سازمانونو او ډلګيو ته داپيغام رسوي چې هغوى نور د امنيت دګډوډولو او د بې ګناه خلکو د وژلو او په پاى کې له دغه شان پيښو څخه د سياسي ګټې اخستنې خوب له سره لرې کړي، ځکه د دغه شان حرکاتو دوام به يواځې د تروريستانو وژل کېدل په ځان پسې ولري .
دکابل ښار د صدارت د څلور لارې دپيښې ديرغلګرو په وړاندې دامنيتي ځواکونو کړه وړه له هره پلو ه کيداى شي د ستاينې وړ وي.
دوى نه يواځې په  چاوديدونکو بار يو موټر په ډير لنډ وخت کې بې خطره کړ، بلکې په چټک عمل اوخوځښت  سره  يې د يرغلګرو وسله  وال مقاومت په ډېر لنډ وخت کې پاى ته ورساوه او په دې ترتيب يې ملکي وګړو او پوځيانو ته د سر د زيان د اوښتو مخه ونيوله .
ديرغلګرو په وړاندې د امنيتي ځواکونو له چټک عمل اوخوځښت سره سره، دا ټګى د درک او انديښنې وړ دي چې بيا هم له هيواد څخه بهر يوه تروريستي توطيه د تاکتيک په بدلون سره طرحه شوه.
تروريستانو دا ځلې داسې اوبلن ډوله چاوديدونکي توکي چې له نورو چاوديدونکو موادو څخه ډېر خطرناک دي؛ وکارول. دغه شان توکي کيداى شي د ليږدونکو وسايطو په هره برخه کې  ځاى پرځاى شي او د چاودنې خطر حتمي کړي .
ددغه شان چاوديدونکو توکو کارول، د دې حقيقت  څرګندوى دى چې تروريستان ترکومې اندازې پورې سخت زړې او ترکومې اندازې پورې له ديني اومذهبي ارزښتونو سره پردي دي اوخپلو هدفونو ته د رسيدو په مقصد چې کرغيړن  او مغرضانه دي؛ حاضر دي له هرې وسيلې او امکان څخه کار واخلي چې خپل بهرني دوستان او رهبري کوونکي خوښ کړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته