کابل باختر دتلي اوولسمه :
د پروان ولايت په مرکز چاريکارو ښارکې يوه سړي خپل ورور وواژه.
د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې مدير عبدالصمد زلمي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې تېره شپه د پروان ولايت د مرکز چاريکارو ښار دنهمې ناحيې په مربوطاتوکې يوه سړي خپل ورور وواژه .
زلمى وايي چې دغه سړى محمد طاهر نوميده چې تېره شپه د کورنى تاوتريخوالي په دليل د خپل ورور له خوا ووژل شو.
ويل کيږي چې قاتل د پروان ولايت د پوليسو له خوا نيول شوى دى.
10 د یوې دقیقې څخه لږ