سیاست

محمديونس قانوني نن له کارل آيکن بيري سره وکتل

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١١
د جمهوري رياست لومړي مرستيال محمديونس قانوني نن له غرمې وروسته د خپل کار په دفترکې د آسيا فونډيشن بورد له رييس ښاغلي کارل آيکن بيري سره وکتل او په خپلو خبروکې يې د انتخاباتو د بهير له پاى ته رسيدو وروسته د ملي وحدت د حکومت جوړول په هيوادکې د اوسني بحران دحل کولو يواځنۍ لاره وبلله.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: د جمهوري رياست لومړي مرستيال يادونه وکړه چې د انتخاباتو بهير دې بايد داسې پاى ولري چې په نتيجه کې يې د راتلوونکي حکومت مشروعيت تضمين شي.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دغه راز د آسيا فونډيشن بورد د رييس کارل آيکن بيري کړو وړو چې يو وخت په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالاتو سفير و، قدرداني وکړه او ويې ويل چې ستاسو هلې ځلې د افغانستان د نننى تاريخ يوه برخه احتوا کوي.
په دې کتنه کې د آسيا فونډيشن د بورد رييس ښاغلي کارل آيکن بيري له دې امله چې له څو کلونو وروسته بيا کابل ته راغلى دى؛ خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: هيله لرم چې ډير ژر په افغانستان کې د نا امنۍ مولفې او د انتخاباتو ستونزې پاى ته ورسيږي او په دغه هيوادکې امنيت او ثبات تامين شي.
ده په خپلو خبروکې دغه راز په افغانستان کې د ملي وحدت د حکومت د جوړولو ملاتړ وکړ او زياته کړه چې ټول د انتخاباتو د بهير د پاى ته رسيدو غوښتنه کوي.
ديوبل خبرله مخې: محمد يونس قانوني نن مازيګر د صدرات په ماڼۍ کې د خپل کار په دفترکې په کابل کې د بريتانيا د شاهي هيواد له سفير ښاغلي ريچارد استک سره وکتل.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال په دې کتنه کې د انتخاباتو په بهيرکې د وروستيو پرمختياوو په باب رڼا واچوله او ويې ويل چې په سياسي برخه کې د اواړو نوماندانو ترمنځ موافقوته د رسيدو په لاره کې هڅې دوام لري او دواړه ټيمونه په دې برخه کې له يوبل سره نږدې شوي دي .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال زياته کړه: هيله لرم د زمانې فشار د دې خنډ نشي چې د انتخاباتو بهيرمطلوبې نتيجې ته ونه رسيږي، ځکه موږ دې ته سترګې په لاره يوه چې د راتلوونکي حکومت مشروعيت انتخابات تامين کړي.
په دې کتنه کې په کابل کې د بريتانيا سفير ښاغلي ريچارد استک له دې امله چې دواړه ټيمونه په سياسي برخه کې يو لړ موافقوته نږدې شوي دي؛ خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: موږ باور لرو چې د پلټنې بهير په لازم ډول پرمخ نه ځي، خو وينو په دې بهيرکې يو شمېر رايپاڼې باطللې شوې دي چې د بهير د شفافيت لپاره پلټنه مهمه ده.
ده زياته کړه چې موږ په افغانستان کې د يو باثباته او پياوړى حکومت د جوړولو غوښتوونکي يو او باور لرو چې هيڅ يو نوماند په يوازيتوب سره د افغانستان لپاره اغيزمن نه دى او بايد دوى د يوبل ترڅنګ ودريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته