امنیت

دملي امنيت موظفينو په چاه آب ولسوالۍ کې د طالبانو د ډلې ديو فعال غړى په نيولو سره د تخار په دريو ولسواليوکې ددغې ډلې ورانکار فعاليتونه کشف کړل

کابل- باختر د وري دمياشتې ١٠
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو دتخار ولايت دچاه آب د ولسوالۍ لپاره دوسله والو طالبانو له خوا نومول شوي ولسوال ونيوه.
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر نن باختر آژانس ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي: محمد فاضل چې په سنګريار مشهور دى؛ د تخار ولايت د چاه آب ولسوالۍ د خلياب دکلي اوسيدونکى او د دغې ډلې نومول شوى ولسوال دى؛ له يوې اندازې تبليغاتي پاڼو د چاه آب ، درقد او د ينګي قلعه د ولسواليو د رايې ورکولو د مرکزونو له نخچې او لست سره له پاکستان څخه د چاه آب ولسوالۍ ته ورغلي و او غوښتل يې په دغو ولسواليوکې دجمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو بهيرګډوګري؛ په خال بازار مشهور د ملاغفور په نامه له خپل يو همکار سره د ملي امنيت دموظفينو له خوا ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته