فرهنګ

دپنجشير دملي راډيو تلويزيون ودانۍ پرانستل شوه .

کابل باختر دمرغومي  ديارلسمه :
دپنجشير دملي راډيو ټلويزيون دادارې نوې ودانۍ نن ګټې اخستنې ته وسپارله شوه .
دپنجشير دملي راډيو ټلويزيون  آمر شکر الله مشعل دباختراژانس خبريال ته وويل چې  دغه ودانۍ  دملي راډيو ټلويزيون دلوى رياست له پرمختيايي  بودجې څخه د ١٨ مليونو افغانيو په لګښت جوړه شوې ده .
ده زياته کړه چې دغه ودانۍ ددرې سوه شپيته متره مربع ځمکې په ساحه کې په معياري ډول په دوو پوړونوکې جوړه شوې ده  چې دمرکزي  استديو دثبت  داستډيو ، دخبرونو دخونې او داداري دفترونو په ګډون ١٢ خونې  لري.
مشعل  وويل  چې  ددغې ودانۍ  له پرانستلو سره جوخت  دملي راډيو ټلويزيون لوى رياست دشپيتو زرو  ډالرو په ارزښت تخنيکي وسايل هم ددغې ادارې ته پيرودلي دي چې دده په خبره پرمختللي  کمرې ، لايټنګ ،  مايک او نور وسايل پکې شامل  دي .
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته