امنیت

په ننګرهار کې دطالبانو ديو مشهور قوماندان او دڅو تنو پوځي مسوولينو نيول کيدل

کابل باختر د ليندي دمياشتي  دوه ويشتمه
  په ننګرهار ولايت کې سيمه ئيزو مقاماتو ديو لړ پوځي عملياتو په بهير کې دوسله والوطالبانو ديو مشهور قوماندان او ددغې ډلې دتروريستي بريدونو دڅو تنو سازمان ورکوونکو دنيولو خبر ورکړ.په مولوي عبدالرحمن پرون دبټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې په خپل پټنځي کې دافغان پوځيانو له خوا بريد وشو او ونيول شو .
له بلې خوا هم ويل شوى دى چې دطالبانو د ډلې دځانمرګو بريدونو سازمان ورکوونکي مولوي بلال په ګډون دوسله والوطالبانو څلور تنه  پوځي مسوولين هم ددغو پراخو پوځي عملياتو په بهيرکې نيول شوي دي .
  دننګرهار والي ګل اغاشيرزي چې ويل کيږي  دغه پوځي  عمليات له نږدې تعقيبوي  باختر اژانس ته وويل چې افغان پوځيانو ددغو عملياتو په بهير کې چې دبټي کوټ ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې ترسره شول زيات برياليتوبونه  ترلاسه کړي دي .
دننګرهار دوالي دڅرګندونو له مخې، تراوسه پورې ددغو عملياتو په بهير کې دوسله والو طالبانو څو پټنځايونه دړې  وړې  شوي دي او په دغې ډلې پورې اړوند څو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
په همدې حال کې  دسيمې اوسيدونکي وايي چې دبټي کوټ ولسوالۍ په څو سيمو کې د خورو ورو نښتو شاهدان دي .
دملي اردو دڅلورم لوا قوماندان بريد جنرال دادان لونګ چې ددغو پوځي عملياتو رهبري په غاړه لري وايي چې دوى دوسله والو طالبانو دڅو تنو قوماندانانو او څو تنو افرادو په نيولو سربيره دبټي کوټ ولسوالۍ په ځينو برخو کې ددغې ډلې دچاوديدونکو او نشه يي توکو او دجنګي وسايلو دپنځه سترو ډيپوګانو او ګودامونو په ترلاسه کولو بريالي شوي دي .
ددغه جګپوړي پوځي  قوماندان دڅرګندونو له مخې، تراوسه پورې ددغو عملياتو په بهيرکې ملکي وګړو او پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى .
دغه پوځي عمليات عقاب – ٧ نوميږي او په هغو کې دپوليسو ، اردو او دملي امنيت سلګونو تنو منسوبينو ګډون کړي دي .
دغه پوځي  عمليات په ښکاره  دسيمې داوسيدونکو په غوښتنه پيل شوي دي .
   جنرال لونګ وايي چې دوسله والو طالبانو له شتون څخه دبټي کوټ ولسوالۍ دټولو سيمو ترپاکولو پورې خپلو عملياتو ته دوام ورکوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته