امنیت

په سمنګانوکې دوه تنه د وژنې په شک ونیول شول

کابل/ د لړم ٤مه/باختر
د سمنګانو پولیسو نن دوه تنه د دوو ځوانانو د وژلو په شک ونیول.
د سمنګانو د کوز دره صوف ولسوالۍ اجرايیه آمر محمد قربان باختر آژانس ته وویل چې دغه کسان دوه ځوانان چې د خپلو پسونو په پیولو بوخت وو؛ پرون د کوز دره صوف په دشتک سیمه کې د تومانچې په ډزو سره ووژل او پسونه یې له ځان سره يوړل.
خبرځای زیاته کړه چې پولیسو دغه مشکوک کسان د دغې ولسوالۍ په مربوطاتوکې ونیول.
ختم/ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته