کابل باختر د مرغومي اوولسمه :
پنځه تنه ملکي وګړي په پکتيا ولايت کې د بم د چاودنې په نتيجه کې ووژل شول او اووه تنه نور يې ټپيان شول .
بم د دغه ولايت د جاني خيلو ولسوالۍ په يوه ګڼ مېشته ساحه کې ښخ کړى شوی و او نن له غرمې مخکې د ملکي وګړو ترمنځ وچاوديد .
د پکتيا ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمد آرين باختراژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې پنځه تنه ملکي وګړي شهيدان او اووه تنه نورټپيان شول . ختم_ ج – اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ