امنیت

د جمهور رئیس غني په مشري د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

کابل باختر دغبرګولې پنځه ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشري د ملي امنیت شورا غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
په دې غونډه د دفاعي او امنیتي سکتور وزیرانو د هلمند، ارزګان، ننګرهار، کندز، فاریاب، سرپل، کنړ، غور او بغلان ولایتونو د امنیتي وضعیت په هکله د امنیتي راپور وړاندې کولو پرمهال په وروستیو عملیاتو کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د زړورتیا، درایت، شایستګي او لاسته راوړنو یادونه وکړه او له دښمن سره په مبارزه کې یې د هغوی کوښښونه وستایل. ملي امنیت شورا د امنیتي تهدیدونو د مخنیوي په خاطر لازمې لارښوونې وکړې.
وروسته ملي امنیت شورا په تورخم کې د پاکستان وروستۍ سرغړونې د بین المللي حقونو او موازینو خلاف او د اندېښنې وړ وبللې. ملي امنیت شوراد ملي ګټو د خوندیتوب او د هېواد د امنیت د تامین په موخه په لوړه کچه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د احضاراتو د تقدیر او ستاینې ترڅنګ له ډيپلوماتیکو او سوله ییزو لارو د ستونزې د حل ټینګار وکړ.
په غونډه کې په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان د پاسپورتونو د وېش په هکله بحث وشو او په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان د ډيپلوماتیکو نمایندګیو له لارې یې د پاسپورت د وېش سیستم د ښه تنظیم او انسجام په هکله هر اړخیزې لارښوونې وکړې.
همدارنګه د اسنادو نه لرونکو وسایطو د ثبت د طرزالعمل نهایي طرحې په هکله بحث وشو. ملي امنیت شورا له هر اړخیزو بحثونو وروسته د ناراجستر شویو نقلیه وسایطو، د بې اسنادو غیر قانوني نقلیه وسایطو د داخلېدو او له هغو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي په برخه کې د دې طرزالعمل تطبیق ارزښتناک وباله او اړونده ارګانونو ته یې د هغه د موثر تطبیق په موخه لازمې لارښوونې وکړې. 
ورپسې په وارسا کنفرانس کې د ګډون لپاره د افغانستان د تیاریو راپور وړاندې شو او له هر اړخیزو بحثونو وروسته یاده شوې طرحه په پرنسیب کې تائید شوه.
په پای کې ملي امنیت شورا د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د راپور په استناد د شینډنډ اوله درجه ولسوالۍ د وېش د څېړنې څرنګوالی د شینډنډ ولسوالۍ په حفظ او د زیرکوه، پشت کوه، زاول، کوه زور په نومونو څلور نوي تاسیس شوي اداري واحدونه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له بودجې څخه تائید کړل او اړوندو ارګانونو ته د لازمو خدماتو د وړاندې کولو په موخه لازمې لارښوونې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته