ټولنه

په پروان کې دراي ورکولو بهير په عادي ډول دوام لري .

کابل باختر د  تلي اته ويشتمه :
دولسي جرګې په انتخاباتو کې دراي ورکولو بهير په پروان ولايت کې دخلکو په پراخ ګډون سره په عادي ډول پرمخ ځي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  دپروان والي  فضل الدين عيار ددغه ولايت له امنيه قوماندان ، دملي امنيت له رييس  او ددولتي ادارو له يوشمير نورو مسوولينو سره دچاريکارو ښار  د حره جلالي دراي ورکولو  مرکز ته لاړل او دخپل نظر وړ نوماند ته يې  رايه ورکړه .
دپروان والي وويل  چې په پروان ولايت کې  دولسي جرګې دانتخاباتو لپاره  تيارى  نيول شوى و .
ده  له نوماندانو څخه وغوښتل چې په انتخاباتو کې نظم او قانون رعايت کړي او له هر راز  غير قانوني فعاليتونو څخه دې ډډه وکړي .
دپروان ولايت  امنيه قوماندان جنرال محمد محفوظ ولي زاده وويل  چې دپروان ولايت امنيتي ځواکونه له نورو امنيتي ځواکونو سره په ګډه ددغه ولايت په مرکز او ټولو ولسواليو کې دراي ورکولو دمرکزونو امنيت په ښه ډول تامين کړي دي او هيڅ راز  امنيتي ستونزې نشته .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته