امنیت

د سپېرې ولسوالۍ د پوليسو ودانۍ جوړه شوه

خوست- باختر- د کب ۱۶ مه
د خوست ولايت د سپېرې ولسوالۍ د پوليسو د قوماندانۍ نوى ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
دغه ودانۍ چې ويل کېږي ټولې نظامي اړتياوې پوره کوي، د امريکا په مرسته د يوسلو دوه دېرشو ميليونو افغانيو په لګښت رغول شوې ده.
د خوست د پوليسو قوماندان عبدالقيوم باقي زوی باختر آژانس ته وويل: چې په دې ودانۍ کې، تعليمي مرکز، عملياتي او سازماندهي څانګه، اداري او د اوسېدو ودانۍ، ورزشي ميدانونه او د نظامي کسانو نورې اړتياوې په پام کې نيولې دي.
د خوست والي عبدالجبار نعيمي ددې ودانۍ د پرانيستنو په مراسمو کې وويل: د پوځيانو د نظامي بنسټونو جوړول په خپلو پښو د پوځيانو د درولو لپاره ښه لاره ده .ده زياته کړه، چې د نړيوالې ټولنې په مرسته به هڅه وکړي، چې د سمبالونظامي بنسټونو جوړېدل دوام پيداکړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته