امنیت

دطالبانو د ډلې يو قوماندان په خوست کې ونيول شو

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ٢١ :
د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان نن د خوست ولايت په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې ونيول شو.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژنس ته خبرورکړ:
د صحابي په نامه نيول شوى قوماندان وسله والومخالفينو ته د مهماتو په برابرولو  ، په امنيتي ځواکونو په بريدونو او د خوست ولايت د صبريو ولسوالۍ په مربوطاتو کې په واټونوکې د ماينونو په ښخولوکې کارنده رول درلود.
دملي دفاع وزارت دخاصې قطعې دمنسوبينو دچاڼيزو عملياتوپه بهيرکې له يوبل  وسله وال مخالف سره ونيول شو.
ويل کيږي چې ددغو عملياتو په بهيرکې يوه بوشکه  چاوديدونکي توکي ، د هاوان اوولس حق السوقونه ، لس لاسي بمونه ، د آر- پي-جي  توغندي اووه ماينونه  او نور پوځي وسايل اوتجيزات هم ترلاسه شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته