امنیت

د هېواد په ختيځ پکتيکا ولايت کې امنيتي حالت ښه شوى دى

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ٩ :
د هېواد په ختيځ پکتيکا ولايت کې امنيتي حالت د لازمو امنيتي تدبيرونو د نيولو او د چاڼيزو عملياتو په ترسره کولو سره ښه شوى دى .
په زيانموونکو ساحوکې د پوځي عملياتو ترسره کول او د دقيقوامنيتي پروګرامونو  جوړول په پکتيکاولايت کې د تروريستي فعاليتونو د کچې د کمښت انګېزې دي.
د پکتيکا والي امين الله شارق د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دى هلې ځلې  کوي له خلکو او په تېره بيا د سيمې له مشرانو سره په تفاهم او په ځينو سيموکې  د پوځي عملياتو په ترسره کولو او په ګڼ ميشتو لارو او واټونوکې د زياتو ځواکونو په  ځاى پرځاى کولو سره په دغه ولايت کې سوله او امنيت ټينګ کړي.
په همدې حال کې ويل کيږي چې په پکتيکا کې وګړنيو پوليسو ښه نتيجه ورکړې ده. هغو ځوانان چې په دې پوځي تولګي کې شامل دي؛ په خپله د امنيت تامينولو او په خپلو کليوکې له تروريزم سره مبارزه په غاړه اخيستې ده .
د پکتيکا والي د دغه ختيځ ولايت له پوځي مسوولينو سره په غونډه کې له هغوى څخه وغوښتل چې خلکو ته د بشپړ امنيت د تامينولو لپاره خپلې هڅې ګړندې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته