امنیت

د وردوج ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قوماندان له ځانمرګي برید روغ ووت

کابل / د وږي ۱۲ مه / باختر
د بدخشان د وردوج ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قوماندان حاجي حبیب نن د بهارک ولسوالۍ د دشت فراخ په دوبندي ساحه کې له ځانمرګي برید روغ ووت.
د بهارک ولسوال نورآقا نادري باختر آژانس ته وویل چې ځانمرګي بریدګر دغه قوماندان ته له رسېدو مخکې په خپل بدن کې ځای پرځای شوي چاودېدونکي توکي وچول چې په پایله کې د قوماندان دوه ساتوونکي او د روشن مخابراتي شرکت یو کارکوونکی ټپیان شول او حاجي حبیب روغ پاتې شو.
ویل کېږي دغه قوماندان په وردوج او بهارک ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو په شړلو کې اغېزمن رول درلود.
ختم/ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته