سرپل باختردلړم يوويشتمه :
د سرپل ولايت په بلخاب ولسوالۍ کې پرون د يوې ترافيکي پيښې له امله درې تنه ووژل شول.
د سرپل ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند وارث وهاج باختر آژانس ته وويل چې دغه ترافيکي پيښه د بلخاب ولسوالۍ په قوم کوتل ساحه کې د يوه کاماز موټر د چپه کيدو زيږنده ده چې له امله يې د کاماز موټر د چلوونکي په ګډون درې تنه ووژل شول .
خبرځاى د دغه موټر د چپه کيدو علت د واټ خرابوالى وباله .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ