امنیت

د طالبانو يو قوماندان په هلمند کې ووژل شو

١١- کا بل /د مرغومي ١٨مه /باختر
د وسله والوطالبانو يو جګپوړى قوماندان په هلمند کې له افغان ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شول.
په ملا انصاري تېره شپه په ګرمسير ولسوالۍ کې هوايي بريد وشواو له پنځو افرادو سره يې ووژل شو.
د هېواد په جنوب کې يوجګپوړي پوځي مقام باختراژانس ته وويل چې ملا انصاري او د ده افراد په هلمند کې د خلکو په کورونو د هاوان د بريدونو عامل دى چې له امله يې يو زيات شمېر ملکيان وژل شوي دي.
طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
ختم_ ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته