کابل باختر دليندي دويمه
په پروان ولايت کې دوه تنه تشتول شوي کسان د تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شول .
دپوليسو دڅرګندونوله مخې ، د ښوونځي دلسم ټولګي زده کوونکې عبدالخليل او دسرخ پارسا ولسوالۍ اوسيدونکې جان محمد څه موده مخکې دغلام رسول دسړي تښتوونکې بانډ دافرادو له خوا تښتول شوي و
ويل کېږي چې غلام رسول دتښتول شويو کسانو دخلاصون په بدل کې ددوي له کورنيو څخه دپيسو غوښتنه کړې وه .
دپروان ولايت امنيه قوماندان عبدالرحمن سرجنګ باختر اژانس ته وويل چې دغه تښتول شوي کسان يو يې اته ورځې اوبل يې نږدي دوه مياشتي له تښتوونکو سره بنديان و ،
ددغي انسان تښتوونکې ډلې سربانډ غلام رسول په تيښتي بريالي شوي دي او دپروان ولايت امنيه قوماندان وايي چې دده دموندلو او نيولو لپاره پلټنې دوام لري .
په همدي حال کې دتښتول شويو کسانو کورنۍ وايي چې غلام رسول دوي ته خبر داري ورکړي و که چېري ډير ژر پيسې ورته ورنه کړي بچېان به يي ووژني .
0 1 دقیقه لوستل