کابل باختر د زمري اوولسمه
دکورنيو چارو وزارت سرپرست سترپاسوال بسم الله محمدي نن ديو هئيت په مشرۍ هرات ته لاړ .
دکابل له نړيوال هوايي ډګر څخه دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې دغه سفر دهرات ولايت دامنيتي حالت د څيړنې په مقصد شوي دي .
دهرات ولايت په دې وروستيو وختو کې دتښتونې او نا امنيو د پيښو ډګر دي چې پرون دهرات يو شمير ښاريانو په اعتراض لاس پورې کړ او له دولت څخه يې ددغو ستونزو د څيړنې غوښتنه وکړه