امنیت

دماين چاودنې يوسيمه ييز پوليس اوشپږ تنه ملکي وګړي ټپيان کړل

کابل باختر د ثور لومړي :
په پکتيکا ولايت کې د ماين د چاودنې له ا مله درې تنه سيمه ييز پوليسان او شپږ تنه ملکي وګړي ټپيان شول
دپکتيکا دپوليسو ويندوى فريد عايل باختر اژانس ته وويل: دغه پيشه پرون مازيګر ددغه ولايت په برملي ولسوالۍ کې را منځته شوه
ديوه اړونده خبر ځاى دڅرګند ونو له مخې : طالبانو دغه ماين دبرملي ولسوالۍ دانګورو اډي په يو دکان کې ښخ کړى و چې  دچاودنې له امله يې درې تنه سيمه ئيز پوليسان او شپږ تنه ملکي و ګړي ټپيان شول
خبرځاى زياته کړه دپيښې ټپيان دښرنې ملکي روغتون ته وليږدول شول اود روغتون دروغتيايي مسولينو دڅرګندونو له مخې، دڅلورو تنو ټپيانو  روغتيايي حالت خرا ب بلل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته