سیاست

دسولې عالي شورا دملګروملتو د سازمان دځانګړى استازى د وروستيوڅرگندونو هرکلى وکړ.

 

کابل  باخترد  ثور  دمياشتې  ٨ :

د افغانستان د سولې عالي شورا په هيوادکې د سولې د تامينولو په لاره کې د افغانستان لپاره د ملګروملتو د سازمان دځانګړى استازى دڅرگندونو هرکلى وکړ.

 دباخترآژانس دخبرله مخې: په دې وروستيو وختوکې د افغانستان لپاره د ملګروملتو د سازمان ځانګړى استازى يان کوبيش اعلام وکړ، چمتو دى په افغانستان کې د سولې د تامينولو او دغه بهيرته د طالبانو د راوستلو په لاره کې همکاري وکړي.

 د ملګروملتو د سازمان  دځانګړى استازى څرگندونې په داسې حال کې کيږي چې يوناماپخواهم  دسولې دتامينولو او دافغانانو ترمنځ دخبرو اترو دبهير دپياوړتيا په لاره کې پروګرامونه ترلاس لاندې نيولي وو.

 ويل شوي دي چې اوس دافغانستان لپاره دملګروملتو دسازمان  ځانګړى استازى د سلام په  نامه ځانګړى مرکز جوړکړى دى او په دې ډول په افغانستان کې د سوله ييزو هلوځلو ملاتړکوي.

يان کوبيش ټينګارکوي چې له  وسله والو مخالفينوسره خبرې اوپه افغانستان کې د سولې ټينګښت ددغه سازمان کاري لومړيتوبونه دى او چمتو دى په دې برخه کې اسانتياوې برابرې کړي.

د سولې د عالي شورا د نړيوالو اړيکو مسوول محمداسماعيل قاسميار د افغانستان لپاره د ملګروملتود سازمان دځانګړى استازى د وروستيو څرگندونو ملاتړکړى دى .

ده ټينګارکړى دى چې د سولې عالي شورا د  راز هلوځلو چې په هيوادکې د سولې د تامينولو سبب شي، هرکلى کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته