امنیت

يوه پنځه کسيزه ډله ډار اچوونکي په بغلان کې ونيول شول

کابل باختردوري دمياشتې ٢٤ :
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو د جلا جلا اوپراتيفي  عملياتوپه ترسره کولوسره دبغلان ولايت  دمرکزي بغلان،ډنډ غوري او ددوشي دولسواليو  په مربوطاتو کې يوه اندازه وسله ، چاوديدونکي توکي  او ماينونه ترلاسه کړل.
دغه راز يوه پنځه کسيزه ډله ډار اچوونکي يې  له لسو ميلو وسلو  ، يوسلو شپږشپيتو کيلوګرامو پتاشيم کلورايد ډوله  چاوديدونکو توکو، دوسايطو ضد له څلورو ماينونو ، د ٦٢ ملي متري توپ له څلورو ګوليو ،  دمنځني هاوان له دريو ماينونو، داګه اس  له دوو بکسيو ګوليو  او ددافع هوا له دوو دوربينونوسره  ونيول.
نيول شويو تروريستانو دلومړنيو تحقيقاتو په بهيرکې ويلي دي  چې غوښتل يې له دغو  وسلو اومهماتو څخه په استفادې سره ددغه ولايت په مربوطاتو کې  په ورانکاروفعاليتونو لاس پورې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته