کابل باخترد غبرګولي اوومه
د خاورې او خلكو د دښمنانو له خوا د روژې په مبارکه میاشت کې د خوست ولایت پر مسلمانو او روژه په خوله بې ګناه هیوادوالو تروريستي برید سخت خواشینی کړم.
د پېښي ټولو شهیدانو ته فردوس جنت، ټپيانو ته بيا روغتيا او د متضررو هیوادوالو ټولو خواخوږو ته د جمیل صبر هيله کوم.
زه دغه غیر اسلامي او دانساني ارزښتونوپر خلاف برید په کلکه غندم، مسسوولو او اړوندو محلي او ملي ادارو ته لارښوونه کوم، چي د برید عاملین په نښه او د خپلو عملونو په سزا یې ورسوي.
د الهی رحمتونو او برکتونو په مقدسه میاشت کې د اسلام په نامه د بې ګناه مسلمانانو په شهادت رسول د ټولو ادیانو، عقایدو، ارزښتونو او بشري قوانینو او لارښوونو خلاف عمل او جنګي جرم دی.
د تروستانو دا ډول بریدونه په افغانستان کي د بهرنيو دښمنانو د ګټو د تامین ترڅنګ د اسلام سپېڅلی دین هم بدناموي او د سولي پروسه له خنډ او ځنډ سره مخامخ کوي.
زه د روژې د مبارکي میاشتي د رارسېدو او د بې ګناه افغانانو د ویني تویولو د مخنیوي لپاره یو ځل بیا پر وسله والو افغاني ډلو غږ کوم، چي د سولي پيغام ته لبیک ووایي او خپل وطنوال د پردیو د فرمایشاتو قرباني نکړي.
2 1 دقیقه لوستل