ورزش

شهزاد ناميبيا په وړاندې ١٠٩ منډې کړې دي

کابل باختر دوري درې ويشتمه :
د افغانستان او ناميبيا د کرکټ د ملي ټيمونو ترمنځ څلور ورځنۍ سيالۍ پرون په هندکې پيل شوې .
د کرکټ بورد د خپرونو مسوول عزيز غروال نن د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه څلور ورځنۍ سيالۍ د انټرکانتيننتال کپ د سياليو په لړکې پيل شوې دي چې د لوبې په لومړۍ ورځ د ناميبيا د کرکټ ملي ټيم لوبه پيل کړه او د خپلو ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره يې ١٧٠ منډې جوړې کړې.
د افغانستان د کرکټ ملي ټيم لوبه پيل کړې ده او تر اوسه پورې د دريو لوبغاړو په له لاسه ورکولوسره يي ١٩٠ منډې جوړې کړې دې او محمد شهزاد تر اوسه پورې ١٠٩ منډې  ترسره کړې دي او اوس سميع الله  شينواري توپ وهنه کوي .
د خبرځاى دڅرګندونوله مخې: د افغانستان د کرکټ ملي ټيم نن لوبې ته دوام ورکوي او که چيرې د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د انترکانتيننتال جام له سياليو څخه ښې نتيجې ترلاسه کړي؛ په نړيوال جدول کې هم لوړ مقام ګټي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته