کابل باختر د کب دمياشتې ٢٤ :
د نيالګيو د ايښودلو بهيرنن د پل علم د ښاروال له خوا په لوګرولايت کې پيل شو.
د پل علم ښاروال باختر آژانس ته وويل چې د پسرلي د هرکلي اوپه پل علم ښارکې د شينې فضا د رامنځته کولو په خاطر شپږ زره پنځه سوه ډولي او ميوه لرونکي نيالګي د دغه ولايت د کرنې رياست، ښاروالۍ او د ژوندانه د چاپيريال ساتنې د ادارې له خوا د ميرآبدال بابا په غونډى کې ايښودل کيږي چې د ښار په سمسورتيا او ښکلا او د هوا په پاکوالي کې زياته اغيزه لري.
د نيالګيو د ايښودلو د بهير د پيل په غونډه کې يو تن ديني عالم مولوي رحمت الله وويل: د هر نيالګي ايښودل برسيره پر دې چې دنيوي ګټې لري اخروي ګټې هم لري او هرڅوک چې له ميوې او سيوري څخه يې استفاده کوي، د نيالګي د ايښودونکي په حسناتوکې حسابيږي.
0 1 دقیقه لوستل