امنیت

په روزګان کې د شپږو وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابلباختر د زمري  ١٣ مه
شپږ وسله وال طالبان په روزګان کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
دغه جګړه تېره شپه په خاص روزګان ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه، چې  پوځيانو د وسله والو طالبانو پر پټنځي بريد وکړ.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل، په دغه بريد کې  شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
هغه وويل: دغه وسله وال طالبان په خپل پټنځي کې د يولړ ډار اچوونکو فعاليتونو په سازمان ورکولو بوخت وو، چې بريد پرې وشو.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته