کابل باختر دوري دمياشتې ١٨ :
دغزني ولايت د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د ساحوي دفتر مسوولينو د طالبانو له منګولوڅخه ددغه دفتر د يو کارکوونکى د خوشې کولوخبر ورکړ.
دغزنې ولايت د انتخاباتو دخپلواک کميسيون د ساحوي دفتر رييس شاه جهان سرداري باخترآژانس ته وويل: د دغه دفتر يو کارکوونکى چې نن سهار د خواجه عمري ولسوالۍ په مربوطاتوکې طالبانو له خوا تښتول شوى و، له څوساعتونو وروسته بېرته خوشې شو.
د ده دڅرګندونوله مخې: د خواجه عمري ولسوالۍ پوليسو د دغه کارکوونکى د خلاصون لپاره عمل وکړ او هغه يې د طالبانو له منګولوڅخه آزاد کړ.
1 د یوې دقیقې څخه لږ